د وزارت ذېلي ادارو په اړوندو 7 قوانين غور روان دے٬ پېمرا او خبريالانو سره اړوند قوانين به د سټېك هولډز د مشاورت نه پس بدلونونو لپاره د كابينه كمېټۍ ته لېږلے شي٬ د اطلاعاتو سېكتره شاهيره شاهد

اسلام آباد۔20مارچ(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرتري شاهيره شاهد وئيلي دي د وزارت ذېلي ادارو سره په اړوندو 7 قوانين غور روان دے٬ پېمرا او خبريالانو سره اړوند قوانين به د سټېك هولډز د مشاورت نه پس بدلونونو لپاره د قانون سازۍ كابينه كمېټۍ ته لېږلې شي۔ دې د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ د اطلاعات او خپروننو قائمه كمېټۍ ته بريفنګ وركولو۔ د غونډې مشري د كمېټې مشرې جویریه ظفر آهیر كوله۔ غونډې ته د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د پاکستان الېکټرانک میډیا رېګولېټری اتھارټی (پېمرا)، پاکستان انفارمیشن ډیپارټمنټ (پی آئی ډی) سره د اړوندې قانون سازۍ مسودې او پاکستان براډکاسټنگ کارپوریشن (پی بی سی)، ایسوسی ایټ پرېس آف پاکستان (اے پی پی) سره د اړوندو بدلونونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت سېكرترې ووئيل په 7 بلونو غور روان دے او وزارت به د بدلون څخه وروستو دا د كابينې كمېټۍ ته لېږي۔ دې ووئيل د اسلام آباد معزز هائي كورټ وزارت ته هدايت كړے چې د بدلونونو څخه ورستو سټېك هولډرز سره مشاورت وكړئ۔ دې ووئيل وزارت د خبريالانو تحفظ پحقله هم كار كوي په دې اړه هم سټېك هولډرز سره مشاورت روان دے۔ د اطلاعات سېكرترې ووئيل د خبريالانو او ميډيا پروفېشنلز تحفظ سره اړوند كېسونه هيومن رائټس ډويژن څخه انفارمېشن ډويژن ته منتقل كړے شوي وو كوم چې اوس د پارليماني چارو ډويژن ته منتقل كړے شوي۔ دغسې د اسلام آباد پوليس نمائنده د خبريالانو او ميډيا پروفېشنلز تحفظ په اړوندو مقدمو د شوي پېش رفت په اړه كمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔ كمېټۍ هدايت وكړو چې داخله وزير دې په راروانه غونډه كښې كمېټۍ د خبريالانو تحلظ لپاره د وزارت لخوا د پورته كړو ګامونو په اړه خبر كړي۔ وروستو كمېټۍ پرائیوېټ ممبرز بل، “دی انډیسنټ اېډورټائزمنټ پرهیبیشن (ترمیمی) بل، 2022” د نورې قانون سازۍ سره موخر كړو او په دې راروانه غونډه كښې د غور كولو پرېكړه وكړې شوه۔ په غونډه كښې کرن عمران ډار، زیب جعفر ،ذوالفقار علی بهان، محترمه ناز بلوچ، او پروفېسر ډاکټر شهناز نصیر بلوچ، ناصر خان موسیٰ زئی ، د اطلاعات وزارت ٬ د قانون او انصاف وزارت ٬ د داخله وزارت ٬ آئی سی پی پولیس، پېمرا، پی آئی ډی، پی بی سی او د اے پي پي چارواكو ګډون كولو