پېښور 19 مارچ (اے پي پي) خېبرپښتونخوا چائلډ پروټیكشن ویلفئیر ایكټ 2010 كښې ترمیم كولو ترمخه 2016 كښې زمونګ كور( خپل كور) جوړ ګړې شوي۔زمونګ كور(خپل كور) د خېبرپښتونخوا چارواكو له مخې اداره كښې د ټولني بے وسه ، یتیمان او بنیادی آسانيو څخه محروم سټریټ چلډرن له رهائشی ، تربیتي ، خوراك، دنیاوی او دینوی تعلیم سره سره د لوبو هلي ځلي وركوي دغسې چې دا ماشومان د خپل تعلیم بشپړولو نه پس په ټولنه كښې ګټه ور وګړي جوړ شي ٬ د تعلیم سره سره دغه ماشومانو ته هنر هم ښودلې كېږي كوم لپاره چې بيل لیبارټریز جوړ شوي چې پكښې الیكټریشن، ټیكنیشن، آټو موبائل رئیپرنګ او نور لیبارټری شامل دي۔