برازیل كښې چورلكه رانسكوره شوه، 4 كسان مړه

برازیلیا 18 مارچ (اے پي پي) د برازیل ساؤ پالو ښار په يو سړك د چورلكي رانسكوره كيدو نه پس 4 كسان مړه شوې دي۔د برازیلین نشریاتی ادارے له مخې ځائې فائر ډیپارټمنټ کرنل کارلوس البرټو ډی کیمارګو جونیئر میډیا ته ووئيل يو هوائی ټیکسی کمپنی هیلیمارټ ټیکسی ایریو ملکیتی رابنسن آر۔44 چورلكي د ځائې ایونټ مینجمنټ کمپنی 3 ملازمان نزدې ساحلی ښار ګاروجا څخه بيرته ساؤ پالو ته وړلو سره تکنیکی خرابۍ له امله په سړك رانسكوره شوي۔ده ووئيل پېښه كښې پائلوټ جواؤ انټورن نیټو پشمول څلور كسان مړه شوي دي۔ده ووئيل د پېښي په نتيجه كښې 9 ګاړي ځپلې شوې دي خو داسې ښكاري چې پائلوټ چوركله د ودانو او ګاړو څخه اخوا كولو هڅه كړې ده۔