ملګري ملتونه 18 مارچ (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د يمن لپاره خاص نمائنده د سعودی عرب او ایران ترمينځه د اوسنۍ لوظنامي هركلې كولو سره په يمن زور راوړې چې دې څخه ګټه پورته كولو سره او امن لاره خپله كړي۔د العربیه نیوز له مخې د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل انتونیو ګوټریس د لوظنامي هركلې كولو سره خلیجی سيمه كښې استحکام لپاره د ایران او سعودی عرب ترمينځه ښه اړيكي مهم ګرځولې دي۔ ملګرو ملتونو كښې د چین مستقل نمائنده جنګ شانګ په دې غونډه كښې وئيلي چې لوظنامه نن د غير یقینی صورت حال سره مخ نړۍ لپاره د خوشحالۍ يو زيرے دې دې سره به سيمه كښې امن، استحکام، یووالي او د شريكي مرستي په منظرنامه كښې مثبت اضافه وشي۔