كوز کوهستان ، په كور كښې د اور لګېدو پېښه ٬ د مېرمنو او ماشومانو پشمول 10 كسان وسوزېدل

اېبټ آباد۔17مارچ(اے پی پی) د كوز کوهستان په سيري پټن سيمه كښې په يو كور كښې د اور لګېدو په نتيجه كښې د مېرمنو او ماشومانو په شمول 10 كسان مړه او درې ژوبل شوي دي۔ ډسټرکټ ایمرجنسی آفیسر ریسکیو1122ساجد علی اے پی پی سره خپلو خبرو كښې ووئيل د كوز کوهستان سيري پټن سيمه كښې د شپې په وخت د محمد خان ځوي نواب په كور كښې ناڅاپي اور ولګېد ٬ د اور د لاسه د كور چتونه پرېوتول او د كور خلق د دغې چتونو د ملبې لاندې ګېر شول۔ په دې پېښه كښې د نواب پشمول د هغه 5 لونړه او 3 زامن په حق رسېدلي او 3 نور كسان ژوبل شوي۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو ریسکیو1122 فائر ویکلز او اېمبولېنس د پېښې ځايې ته ورسېدل او د مرستې كارروايۍ يۍ پېل كړې۔ ،ریسکیو1122 د مرستې اپرېشن په مهال 13 كسان ملبې څخه راويستلو سره روغتون ته منتقل كړي چرته چې د 3 ژوبل شوو درملنې روانې دي۔