پېښور ۔17مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی محمد اعظم خان په كوز كوهستان كښې د اور لګېدو په پېښه د غم دړد څرګندونه كړې او وزيراعلی په پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان ځپليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ۔ ده ووئيل صوبائي حكومت غمجنيو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك دے۔ ده ووئيل ځايي انتظاميې ته امر شوے چې هغه ژوبل شوو ته طبي آسانۍ وركولو له رېسكيو عمليات زر تر زره بشپړ كړي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې پېښه كښی په حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔