پيرس 16مارچ(اے پی پی)فرانس وئېلي دي ايران د غېر ملكيانو په نيولو د نړيوالې لوظ نامې خلاف ورزي كړې۔د سعودي خبري اژانس د فرانسيسي خارجه وزارت وياند”اېن كليئر لیجینډرے”په ايران د هېوادونو ترمينځه د قونصلر اړيكو وضاحت كونكې د نړيوالې لوظ نامې د خلاف ورزۍ تور لګولو سره وئېلي دي هغوي 7 فرانسيسي وګړي په حراست كښې اخستې دي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په دې وروستيو كښې خرابې شوي۔ بل خوا د ايران خارجه وزارت وياند ناصر لاكنعاني وئېلي دي فرانسيسي حكومت د ايران په چارو كښې مداخلت كوي او د ايران پیښو په اړه د تباهې وړ دريځ خپلوي