د روس صدر د سوريه خپل هم څنګ سره ملاقات٬د تركيې سره په مفاهمت خبرې

ماسكو 16مارچ(اے پی پی)د روسيې صدر ولاديمير پيوټن سره د سوريه خپل هم څنګ بشارالاسد په ماسكو كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د سوريې صدر د يوكرين په ضد جنګ كښې د روسيې د ملاتړ څرګندونه كړې۔د سعودي خبري اژانس له مخې د سوريې صدر وئېلي دي مونږ يوكرين جنګ كښې د روسيې د دريځ ملاتړ كوو ځكه چې هغوي پخوانې او نوې نازي ازم سره مخ دي۔ده د روسيې خپل هم څنګ ته هم دا وئېلي دي چې زما دې دورې څخه به اقتصادي مرستې له ښې نتيجې ترلاسه شي۔ دا ملاقات د تركيه او سوريه ترمينځه د مفاهمت ترلاسه كولو لپاره د روسيې د هڅو په تناظر كښې شوے ۔د روسيې صدر د ماسكو او دمشق ترمينځه په اړيكو كښې د پېشرفت هركلے وكړو او په دې خبره ئې زور راوړو چې روس په تركيه او روسيه كښې د تېرې مياشتې په مهال د راغلې زلزلې نه پس په بشري بنيادونو د مرستې رسنه روانه ساتلې ده