ويلنګټن 16مارچ(اے پی پی)نيوزي لينډ كښې د زيارت په ورځ سهار د 7.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي٬۔د سعودي خبري اژانس له مخې د زيارت په ورځ سهار كرماډيك جزائر كښې سخته زلزله راغلې چې شدت يې په رېكټر سكيل 7.1 رېكارډ كړے شوے٬دا سيمه د نيوزي لينډ شمال ختيز كښې نزدې 1000 كلوميټره لرې ده۔د نيوزي لينډ هيرالډ له مخې د زلزلې مركز 10 كلوميټره په زمكه كښې ژور ؤ ۔پيسيفك سونامي وارننګ سينټر سوئېلي بحرالكاهل كښې د زلزلې مركز څخه 300 كلوميټر لرې پولو لپاره د سونامي وراننګ جاري كړے ۔خو د نيوزي لينډ په جزائر كښې د راغلې زلزلې په نتيجه كښې تراوسه د كوم ډول ځاني يا مالي زيان تفصيلات نه دي راغلي