تهران 16مارچ(اے پی پی)په ايران كښې د فائر فيسټيول په مهال د اور لګېدو په بېلو پیښو كښې 11 كسه مړه او 3500 څخه زيات ژوبل شوي دي ۔د سعودي خبري اژانس له مخې په ايران كښې هر كال د مارچ په 15مه نېټه”فائر فيسټيول لمانځلے كېږي۔په دې فيسټيول كښې آتش بازي كېږي’’چهارچنبی سوري”تهوار هر كال د ايراني كال شورو ورځ په مازيګر لمانځلے كېږي۔د ايران كال د مارچ په 20مه نېټه ختمېږي۔د نېشنل ايمرجنسي مېډيكل اتهارټي مشر جعفر مياد فر ووئيل د دې فيسټيول په مهال تراوسه 11 كسه مړه او 3500 نه زيات ژوبل شوې دي