حاجي ولي محمد لهړي او د هغه كورنۍ د بلوچستان نېشنل پارټي لپاره لازواله قربانۍ وركړي۔مير رحيم خان مينګل

كوئټه 16مارچ(اے پی پی)د بلوچستان نېشنل پارټۍ صوبائي اسمبلۍ غړي مير رحيم خان مينګل د بلوچستان نېشنل پارټۍ مركزي ايګزېكټو كمېټۍ غړي حاجي ولي محمد لهړي په ناڅاپي مرګ د افسوس څرګندونه كولو سره وئېلي دي د حاجي ولي محمد لهړي او د هغه كورنۍ د بلوچستان نېشنل پارټي لپاره لازواله قربانۍ لري۔د حاجي ولي محمد لهړي مرګ څخه په ګوند كښې رامخې ته شوې خلا به تر كلونو ډكه نشي ۔اېم پي اے محمد رحيم خان مينګل دعا وكړه چې لوي څښتن دې هغه له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي