امريكا٬د پورټ لينډ انټرنېشنل هوائي مېدان سره نزدې په ھوټل كښې ډزې٬د يوې مېرمن پشمول 2 كسه مړه

واشنګټن 16مارچ(اے پی پی)د امريكې د اوريګون ايالت په پورټ لينډ ښار كښې په يو هوټل كښې د ډزو په نتيجه كښې د يوې مېرمن پشمول 2 كسه مړه شوي دي ۔د خبري اژانس له مخې د پورټ يف پورټ لينډ پوليس وئېلي دي د ډزو پیښه تېره ورځ د پورټ لينډ انټرنېشنل هوائي مېدان(پي ډي ايكس)سره نزدې ايمبيسي هوټل كښې رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې يې د يوې مېرمن پشمول 2 كسه مړه شوي۔د شكمن كس په ضد هېڅ تفصيلات نه دې وئېلې شوي