رياض٬د سعودي خارجه وزير فيصل بن فرحان سره د ملګرو ملتونو استازي ملاقات٬د سوريې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

رياض 16مارچ(اے پی پی)د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د سوريې لپاره خاص استازي ګيئر پيډرسن ملاقات كړے او د شريكې خوښې په چارو په خاص توګه د سوريې په صورتحال ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔د سعودي خبري اژانس له مخې دواړو لارښودو دا ملاقات په رياض كښې په خارجه وزارت كښې كړے چې پكښې دوي د سوريې په اوسني پیشرفت د خيالاتو څرګندونه كړې او د شريكو اندېښنو په مسائلو ئې هم خبرې كړي۔په ملاقات كښې د خارجه وزارت سياسي چارو سېكرټري سفير ډاكټر سعود الساطي هم موجود ؤ