د مسجد اقصی قانوني حېثیت كښې به كوم بدلون ونه زغملے شي٬ د حماس اسرائيل ته خبردارے

رام اللہ ۔16مارچ(اے پی پی) اسلامي مزاحمتي تحريك حماس اسرائيل ته خبردارے وركړے د مسجد اقصی قانوني حېثیت كښې به كوم ډول بدلون ونه زغملے شي٬ د حماس عسكري ونګ القسام پرېګېډ دوهم چيف آف سټاف مروان عيسی په خپله اوسنۍ مركه كښې اسرائيل ته دړكه وركولو سره وئيلي دي كه اسرائيل په مقبوضه بېت المقدس كښې د مسجد اقصی په قانوني حېثيت كښې د بدلون كولو كومه هڅه وكړه نو سنګينو نتيجو سره به مخ شي۔ ده دا خبره د مسجد اقصیٰ په احاطه كښې د زيات شوي تاؤ تريخوالي او د مسلمانانو د مقدسې مياشتې روژې مباركې په لړ كښې كړې كومه چې د روانې مياشتې 22 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ ده ووئيل په دې اړه به كوم ډول سياسي تاؤ تريخوالے هم ونه زغملے شي۔ ده ووئيل د نېغ په نېغه لاس وهنې په صورت به په بشپړ قوت سره د فلسطيني اولس دفاع كولې شي