د ايران خارجه وزير د روس خپل هم څنګ سره خبرې٬د سوريې او يوكرين په مسئلو د خيالاتو څرګندونه

تهران۔15مارچ(اے پی پی) د ايران خارجه وزير حسېن امير عبدالهيان او د روس خپل هم څنګ سرګئ لاروف سره د ايران او سعودي ترمينځه د لوظ نامې او د يوكرين په مسئلو خبرې اترې كړې دې۔د تركيه خبر رسنې ادارې ترمخه د ايران خارجه وزارت د ليكلي بيان په حقله وئېلي دي چې خارجه وزير حسېن عبدالهيان د روس خپل هم څنګ سره په ټېليفون خبرې اترې كړېدي۔دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه تر ډېرې مودې د مرستې د جامع لوظ نامې جاج اخستې۔دواړو وزيرانو د تركيه٬سوريه٬ايران او روس ترمينځه په څلور اړخيزه غونډه هم مشاروت كړې دغسې دوي د يوكرين په صورتحال او نوي پېشرفت هم خبرې كړې دي۔