د اسلام آباد هائيكورټ پرېكړې پورې لاهور هائي كورټ په زمان پارك كښې د پوليس آپرېشن بندولو حكم جاري كړو

لاهور۔15مارچ (اے پی پی) لاهور هائیکورټ په زمان پارك كښې د آپرېشن بندلو حكم جاري كړے۔ عدالت د زيارت ورځې تر سهار 10 بجو د آپرېشن بندولو حكم جاري كولو سره پوليس ته په مال روډ، کېنال پل، دھرمپورہ پل او ټھنډی سړک 500 ميټره د لرې پاتې كېدو اجازه وركړه۔ جسټس طارق سلیم شېخ ووئيل مونږ د اسلام آباد هائيكورټ پرېكړې راتللو پورې سيز فائر كړے ۔ د عمران خان لخوا د حفاظتي ضمانت په درخواستونو كښې موقف خپل كړے شوے چې پوليس د څلورو اړخونو نه زمان پارك محاصره كړے ۔ عمران خان حفاظتي ضمانت لپاره هم پېش كېدل غواړي۔ عمران خان ته حفاظتي ضمانت وركولو له دې لاهور هائي كورټ ته د راتللو لارې وركولو او د هغه د امنيت احكامات وركړے شي۔ د سماعت په مهال په عدالت كښې اېډووکېټ جنرل (پنجاب) عدالت ته ووئيل د عمران خان په ضد مقدمې په اسلام آباد كښې درج دي او دا د اسلام آباد د حد دننه معامله ده ٬ پنجاب حكومت اسلام آباد پوليس ته څنګه هدايت او دا طلب كولې شي۔ په دې عدالت چيف سېكرتري ٬ آئي جي پنجاب او د ډي آئي جي آپرېشنز اسلام آباد په شمول نورو پوليس آفسرانو ته نوټس جاري كولو سره دوي راوبلل او سماعت يۍ يوې دمې له وځنډولو۔ وروستو عدالت په درخواستونو نور سماعت تر نن زيارت ورځې وځنډولو۔