په سوئيلي كوريا كښې چورلكه رانسكوره شوه ٬ 2 كسان مړه

سېئول ۔15مارچ(اے پی پی) په سوئيلي كوريا كښې د چورلكې رانسكورېدو پېښې په نتيجه كښې 2 كسان مړه شوي دي۔ د چينائي خبري اژانس له مخې د سوئيلي كوريا په ختيزه سيمه كښې د يوې چورلكې د پرېوتو پېښه رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې يۍ په چورلكه كښې ناست دوه كسان مړه شوي دي۔ د پوليس له مخې دا چورلكه ټرانسمېشن ټاور جوړولو له د برېښنا تارونو منتقل كولو په مهال ټرانمېشن لائن سره د ټكر كېدو له امله رنسكوره شوې ده