پاكستان تھروبال فېډرېشن قومي تھروبال چېمپئن شپ وځنډولو

اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) پاکستان تھروبال فېډرېشن قومي تھرو بال چېمپئن شپ د ځيني ضروري سببونو له امله ځنډولے دے۔ دا چېمپئن شپ د روانې ماشتې 16 مې نېټې څخه په كراچۍ كښې پېل كېدونكے ؤ ۔ د پاکستان تھروبال فېډرېشن عمومي سېكتر مقبول آرائیں ووئيل د چېمپئن شپ نوې نېټه به يو څو ورځو كښې اعلان كړې شي۔ په دې چېمپئن شپ كښې به ګرد هېواد څخه نارينه او مېرمنې لوبډلې برخه اخلي۔ د چېمپئن شپ په پايه كښې به كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته انعامونه وركولې شي