د پوځ شميره يو لکهه 50 زره ته رسيدلې، هغوي د هېواد د پولو حفاظت باوري كولو صلاحیت لري۔افغانستان

کابل 15مارچ (اے پي پي) افغانستان وئيلي دي د هېواد د پوځ شميره په زياتېدو يو لكهه 50 زره ته رسيدلې ده،هغوي د هېواد د پولو حفاظت باوري كولو صلاحيت لري۔د چین خبررسني ادارې د افغانستان د دفاع وزارت وياند عنایت اللہ خوارزمی په اړھ ووئيل هېواد كښې تر اوسه 150,000 قوي او وسله لورنكي پوځ جوړ كړے شوے كوم چې د امنيت باوري كولو او د هېواد د پولو دفاع کولو صلاحیت لري۔ده ووئيل د پخواني حكومت اهلکار هم د قامي پوځ په درجه كښې دي او حکومت خپل ټول حفاظتی آلات د خپلو وسائل څخه جوړلو سلسله روانه ساتلي۔دا خبره دې ياده وي د اګست 2021 په آخر كښې افغانستان څخه د امریکې په مشرۍ كښې د پوځ انخلا نه پس د امریکې ملاټر كونكې انتظامیي ختمولو سره سره د پخواني سکیورټی فورسز پشمول پوځ او پولیس ختم کړے شوي وؤ۔