عمران خان هېواد غېر مستحكم كوي٬ اولس د نيازي منفي سياست څخه تنګ شوے٬ د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام اولسي غونډې ته خطاب

پېښور ۔14مارچ(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي ٬ اولسي چارو او قومي ورثې صلاحكار انجینئر امیر مقام وئيلي دي د پی ټی آئی مشر عمران خان هېواد غېر مستحكم كوي ځكه چې هغه ته د خپل سياست د بې وقعت كېدو احساس شوے۔ ده د 800 ملین روپو په لګښت د بشپړېدونكې 132 کے وی کرنل شیر خان ګرډ سټېشن پرانستې څخه وروستو يوې لويې اولسي غونډې ته خطاب كولو۔ انجینئر امیر مقام ووئيل عمران خان د هېواد معيشت ته زيان رسولے چې ورسره د خېبر پښتونخوا په شمول په هېواد كښې ګراني رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل پي ټي آئي د پاكستان په سياسي توګه غېر مستحكم كولو له د كے پي كے او پنجاب اسمبلۍ تحليل كړې٬ يو اړخ ته يۍ د وخت نه وړاندې د كے پي كے او پنجاب اسمبليو سره سره حكومتونه هم تحليل كړل او بل اړخ ته د وخت نه وړاندې د ټاكنو كولو غوښتنه كوي كوم چې د عمران خان ناپوهه سياست په ډاګه كوي۔ ده د پي ټي آئي كاركندانو څخه پوښتنه وكړه چې آيا هغوي به د داسې سړي ملاتړ دوامدار ساتي كوم چې دوي ته پرله پسې لس كاله د بدلون په نامه دھوكه وركړه۔ ده ووئيل عمران خان له به د توشه خانې او د غېر ملكي فنډنګ حساب وركول وي او قانون به خپله لاره پخپله جوړوي۔ ده ووئيل د كے پي كے او پنجاب اولس پي اېم اېل اېن څخه خپلې هيلې تړلې او دا ګوند د اولس مسئلې د هغوي په درشل د حل كولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل په راروانو ټول ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو سره به مسلم ليګ ليګ ن د اولس د محرومۍ احساس ختم كړي او صوبه به د پرمختګ په لاره روانه كړي