پېښور ۔14مارچ(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د سپريم كورټ په پرېكړه د عملدرآمد كولو ذنمه واري ترسره كولو سره په صوبه كښې ټول ټاكنو لپاره الېكشن كمېشن ته د مئي 28 مه نېټه وركړې ده٬ تېره ورځ د اسلام آباد دورې په مهال ګورنر د الېكشن كمېشن آف پاكستان په دفتر كښې مهم ملاقات وكړو په كوم كښې چې هغه الېكشن چارواكو سره په خېبر پښتونخوا كښې د ټول ټاكنو نېټې ټاكلو په اړه دوهم مشاورت وكړو۔ دې څخه وړاندې د ګورنر او الېكشن كمېشن چارواكو ترمينځه مشاورتي غونډه په ګورنر هاؤس پېښور كښې شوې وه۔ ګورنر حاجي غلام علي الېكشن كمېشن په دواړو مشاورتي غونډو كښې د صوبې مجموعي امنيتي وضعې په اړه خپلو تحفظات څخه خبرولو كښې ووئيل چې حالات سازګار نه دي ٬ د پېښور پوليس لائنز پېښې پشمول هره ورځ په پوليس اهلكارو ترهګر بريدونه كېږي٬ په داسې حالاتو كښې به كانديدانو لپاره د ټاكنو كمپائن چلول ممكن نه وي٬ كانديدانو ٬ عملې او ووټرانو ته به تحفظ وركول وي٬ دا هغه حقائق دي چې له امله به يۍ د ټاكنو په كولو كښې ستونزې رامخې ته شي۔ ګورنر ووئيل د سپريم كورټ پرېكړې له مخې الېکشن کمېشن سره دوه وارې د مشاورت عمل بشپړ شو چې يوازينے مقصد يۍ د الېكشن مخې ته د صوبې مجموعي وضعه اېښودل وو۔ ده ووئيل ټاكنې كول د الېكشن كمېشن كار دے او ما مشاورتي عمل بشپړولو سره د ټول ټاكنو نېټې وركولو په اړه خپله آئيني ذمه واري ترسره كړې ده