هر يو وخت ټاكنو كولو لپاره چمتو يو۔د اے اېن پي لارښود

پېښور 14 مارچ (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر ايمل ولي خان وئېلي دي پي ټي آئي او كالعدم ټي ټي پي د يوې سكې دوه اړخونه دي۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې د اے اېن پي صوبائي صدر ووئېل زمونږ ګوند نن٬سبا او هر وخت د ټاكنو لپاره چمتو دے خو په داسې حالاتو كښې چرته چې يو كس د عدالت حكم خلاف ورزي كوي٬مېرمنې ئې ډهال كړي او پخپله پټ ناست دے او د وزيراعظم چوكۍ لپاره تر امريكې مينتونه كوي٬ولې دا ليول پلیئنګ فيلډ دے څو ؟۔