ریاض ۔14مارچ (اے پی پی) سعودي عربستان اسرائيلي پلاوي اه د وېزا وركولو څخه انكار كړے دے۔ د بلوم برګ له مخې سعودي عربستان د نړيوال سياحتي تنظيم كنفرنس كښې ګډون كولو له رابللے شوي اسرائيلي پلاوي له د وېزا وركولو څخه انكار كړے۔ د سعودي عربستان ادارو لخوا په دې اړه كوم بيان تر دې دمه نه دے جاري كړے شوے۔ دا خبره دې ښكاره وي د سعودي عربستان او اسرائيل ترمينځه كومې سفارتي اړيكې نشته۔