د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان لكي مروت كښې د سر شمېرې په ډله د نامعلومه كسانو د بريد سخته غندنه

پیښور 13مارچ(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان په لكي مروت كښې د سر شمېرې په ډله د نامعلومه كسانو د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره په پېښه كښې د سر شمېرۍ ډلې په حفاظت د تعينات پوليس اهلكار په شهادت غمرازي كړی ده ۔جاري شوي يو بيان كښې وزيراعلٰی د شهيد اهلكار كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كولو سره د شهيد لوړو درجو او د غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔ده په بريد كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم د نيكو هيلو څرګندونه كړې ۔