د پوليس او امنيتي ځواكونو په شريك اپرېشن كښې مطلوبه ترهه ګر ووژل شول

ډېره اسماعيل خان 13مارچ(اے پی پی)د پوليس او امنيتي ځواكونو په شريك اپرېشن كښې ګڼ شمېر مقدمو كښې مطلوبه ترهه ګر عبدالرشيد رشيدي وژلے شوے ۔د پوليس ذريعو له مخې په ډېره اسماعيل خان كښې د پوليس او امنيتي ځواكونو استخبارتي بيسډ عملياتو په مهال د كلاچي تحصيل په روهړي سيمه كښې د ترهه ګرۍ په ګڼ شمېر پېښو كښې ككړ او په ګڼ شمېر مقدمو كښې مطلوبه ترهه ګر عبدالرشيد عرف رشيدي وژلے شوے۔په عملياتو كښې وژلے شوے ترهه ګر عبدالرشيد د پوليس او په امنيتي ادارو شوو ځينې د ترهه ګرۍ وداراتو كښې ككړ ؤ ۔د وژلے شوي ترهه ګر تعلق د كالعدم تحريك طالبانو پاكستان څخه ؤ ۔