په هند كښې د كورونا وائرس 444 نوې كيسونه رپورټ شول

نوې ډېلۍ 13 مارچ (اے پي پي)په هند كښې د كورونا وائرس 444 نوې كيسونه رپورټ شوي دي ۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د ګل په ورځ د هند د روغتيا وزارت لخوا جاري شوو شمېرو له مخې په هېواد كښې فعاله كيسونه 3 كروړ 809 ته رسېدلې او د وائرس له امله د مړو شوو شمېره 5 لكه 30 زره 782 ته رسېدلې ده ۔