ریاض 11 مارچ (اے پي پي) د سعودی عرب خارجه وزير شهزاده فیصل بن فرحان سره د تركیي خارجه وزير مولود جاوش اوغلو ټیلی فوني تماس نيولې او د ایران سره د سفارتی اړيكو بحالولو اعلامیے هركلې ئې كړې دې،د سعودی خبررسني ادارې له مخې د تركيې خارجه وزير د سعودی خارجه وزير سره ټیلی فوني رابطې كولو په مهال دواړو لارښودو د دواړه هېوادونو د شريكو اړيكو ، مرستي په بيلو څانګو كښې دا په جديد ډول روانولو او د لا قوي كولو جاج ئې واخست او د سيمه ايز او نړيوال پیش رفت او په دې لړ كښې په هڅو ئې خبري اتري وكړي۔د تركيې خارجه وزير په دې موقع د سعودی عرب او ایران ترمينځه سفارتی اړيكو بحالۍ په اړه درې اړخيزه شريكي اعلامیې د تركیه د اړخه هم هركلې وكړو۔ملاقات كښې د سعودی د خارجه دفتر ډائریكټر جنرل عبدالرحمن الدود هم موجود ؤ۔