كوئټه 10مارچ (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو د مير شير محمد خداداد په كور هغه سره د ځوان زوي غلام رسول په مړينه غمرازۍ ښكاره كړې او دعا وكړه چې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے وركړي۔په دې موقع صوبائي وزيران عبدالرشيد دشتي٬مير ضياﺀلانګور د صوبائي اسمبلۍ غړې مير حمل كلمتي او د ګوادر ډپټي كمشنر عزت نزير بلوچ هم د هغه سره وو