وفاقي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي په ګليات كښې د 12 كروړو روپو په لګښت د سړكونو جوړولو پروژې پرانسته وكړه

اېبټ آباد 10مارچ (اے پي پي) وفاقي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي د تازيارت معصوم سړك او د باړياں تاسير سړك د جوړولو د كار افتتاح كړی۔په دواړو پروژو به د 12 كروړه روپۍ لګښت راځي۔د جمعې په ورځ د منصوبو پرانستې په موقع وفاقي وزير ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت هېواد د پرمختګ پلو روان كړے او پي ټي آئي د څلورو كلونو په مهال د هېواد تباهي كړې۔ده ووئيل پاكستان نن د نواز شريف او شهباز شريف په مشرۍ كښې د پرمختګ په لاره روان شوے دے