کیپ ټاؤن 10مارچ (اے پي پي) د جنوبی افریقې قامي اسمبلۍ د اسرائیل سره د سفارتی اړيكو محدود كولو قرارداد منظور كړے ۔د تركيې خبر رسني ادارې له مخې قرارداد نېشنل فریډم ګوند اسمبلۍ ته وړاندې كړو كوم چې قامی اسمبلۍ منظور کړو۔ مخالفي ډلي افریقه نېشنل کانګرېس او د اسمبلۍ دريم لوي ګوند اکانومك فریډم فائټر د قرارداد په حق كښې 208 ووټونه وركړل۔دا خبره دې ياده وي جنوبی افریقې په كال 2018 كښې په غزہ د اسرائیلی بريد په ضد احتجاج لپاره تل ابیب څخه خپل سفیر بيرته رابللے ؤ او كال 2019 كښې اسرائیل سره سفارتی اړيكي د ناظم الاامور په كچه تللې وې