برسلز 10 مارچ(اے پی پی)تركيه٬سويډن او فن لينډ د ترهه ګرۍ په ضد د ميكانزم اوږد مهاله اهميت تسليمولو سره په دې فارميټ كښې د مرستې جاري ساتلو ته اتفاق كړے۔د چين ابلاغ ذريعو له مخې د نيټو سېكرټري جنرل جينز سټولټن برګ په مشرۍ كښې د مستقل شريك ميكانزم درېمه غونډه وشوه چې پكښې تركيه٬سويډن او فنډ لينډ حكومتونو استازو ګډون وكړو۔په غونډه كښې دريو واړو هېوادونو د ترهه ګرۍ په ضد د ميكانزم اهميت تسليم كړےے ٬په دې فارميټ كښې د مرستې جاري ساتلو او ولنیئس مشرانو غونډې څخه وړاندې دوه ځله ملاقات ته اتفاق راغلے۔په بيان كښې وئېلې شوي ډلې دې خبرې ته هم صلاح شوي چې فنډ لينډ او سويډن د ناټو ركنيت توثيق كول د ټولو په ګټه دے او دې سره به د ناټو اتحاد قوي شي