سعودي عرب كښې د هند سفارت د سعودي وګړو لپاره د اي ويزا بحالولو اعلان وكړو

رياض 10 مارچ(اے پی پی)سعودي عرب كښې د هند سفارتخانې د سعودي وګرو لپاره د اي ويزا بحالولو اعلان كړے ۔د سعودي خبري اژانس له مخې په رياض كښې د هند سفارت اعلان كړے چې د سعودي وګړو لپاره د جمعې ورځې څخه اي ويزا بحال كړې شوے ۔په يو بيان كښې وئېلي شوي وړومبۍ اليكټرانك ويزا پنځه كيټګريز كښې بحال كړی شوې ۔په دې كيټګريز كښې سېلګري٬تجارت٬علاج دارو او د كنفرنسونو كښې د ګډون كولو ويزې شاملې دي۔د هند سفارت د اي ويزا ترلاسه كولو خوښي لرونكو د سعودي عرب وګرو ته خواست كړے چې هغوي د لنك د لارې درخواستونه جمع كړي او نور معلومات د سفارتخانې وېب پاڼې د لارې ترلاسه كولې شي