د پاكستان او افغانستان د 20 سيريز به د مارچ 24 نېټې څخه په شارجه كښې پېل كېږي

اسلام آباد 10 مارچ(اے پی پی) د پاكستان او افغانستان لوبډلو تر مينځه 20 سيريز به د مارچ 24 نېټې څخه په شارجه كښې پېل كېږي۔د پاكستان كركټ بورډ چارواكو له مخې د قامي كركټ ډلې او د افغانستان كركټ ډلې ترمينځه په دريو مېچونو مشتمل ټي 20 سيريز لپاره به قامي كركټ ډله د مارچ په 23مه نېټه شارجه ته روانېږي۔د سيريز ميچونه به د مارچ په 24مه او 26مه او 27مه نېټه د شارجه په كركټ ګراؤنډ كښې كېږي۔د يادونې وړ ده ياد شوي كركټ سيريز كښې به د ګډون لپاره دواړه ډلې د پي اېس اېل فائنل نه پس شارجه ته روانېږي