المان٬چرچ كښې د ډزو په نتيجه كښې 7 كسه مړه٬ 8 ژوبل

برلن 10 مارچ(اے پی پی)د المان په هيمبرګ ښار چرچ كښې د ډزو په نتيجه كښې 7 كسه مړه او 8 ژوبل شوي۔د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې پوليس وئيلي دي دا پیښه د شپی 9 بجې رامخې ته شوې چې پكښې 6 كسه مړه شوي۔د دې نه پس د ودانۍ د چهت نه يو بل مړے برآمد شوے او د دې نه پس د مړو شمېره 7 ته رسېدلې او 8 كسه ژوبل شوي۔پوليس وئېلي دي د تښتېدلو تورونو كوم ثبوت نه دې ترلاسه شوے ۔د هيمبرګ ميئر پيټر شينټچرد ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ۔ده په خپل ټوېټ كښې وئېلې دي پوليس د تورونو تعاقب او د پیښې پلټنې كوي