لاهور۔9مارچ (اے پی پی) د لاهور د ترهګرۍ مخنيوي خصوصي عدالت د پي ټي آئي لاريون په مهال په پوليس د تشدد ٬ اقدام قتل او د اړي ګړي رامخې ته كولو په تور درج مقدمه كښې د پي ټي آئي لارښودو فرخ حبيب او حماد اظهر عبوري ضمانت د روانې مارچ مياشتې تر 25 مې نېټې د 5 ٬ 5 لكهه روپو مچلكو په عوض منظور كړے ۔ عدالت پوليس د دوي د نيولو څخه منع كړي۔ د پی ټي آئي لارښودو په ضد تھانه رېس کورس پولیس د 12 بېلو دفعو لاندې مقدمه درج كړې وه ۔ مقدمه كښې د ترهګرۍ ٬ اقدام قتل ٬ جنګ جګړې او په كار سركار كښې د مداخلت پشمول دولس دفعې شاملې دي