دماغی صحت لوي چیلنج دے ، هېواد كښې د ذهنی صحت ضروریات پورا کولو لپاره كوټلي نقطه نظر ته اړتيا ده۔صدر ډاکټر عارف علوی

اسلام آباد 09 مارچ (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي دماغی صحت لوي چیلنج دے ، هېواد كښې د ذهنی صحت ضروریات پورا کولو لپاره كوټلي نقطه نظر ته اړتيا ده ، د هېواد 24 فیصده آبادی د ذهنی صحت په څه نه څه مسئله اخته ده ،ذهنی صحت په اړه حکومت، د صحت پوهان ، د سول سوسائټی تنظیمونو او میډیا له په سمدستي توګه پام لرني ته اړتيا ده۔د ایوان صدر میډیا ونګ له مخې د زيارت په ورځ صدر مملکت ډاکټر عارف علوی په مشرۍ كښې ایوانِ صدر كښې د ذهنی صحت په اړه غونډه وشوه چې بكښې د وزیراعظم اسټریټجك ریفارمز یونټ مشر سلمان صوفی او د نفسیات پوهانو د ويډيو لنك د لارې ګډون كولو۔د غونډي ګډون كوونكو دماغی صحت په مسئلو اخته وګړو له خدمات وركولو لپاره د يو شريك نګهداشت ماډل په حاجت زور راوړو۔سلمان صوفی د وزیراعظم سیکرټریټ د اړخه دماغی صحت تر خذمات رسني لپاره همراز پلیټ فارم او د مینټل هیلتھ هیلپ لائن په اړه ووئيل۔ګډون كوونكو بريفنګ كښې ووئيل د دماغی صحت په مسئلو اخته كسانو له د ذهنی صحت خذمات او مشاورو وركولو لپاره تر اوسه 140 د نفسیات پوهان رجسټرډ شوې ، وزیراعظم به 23 مارچ 2023 موبائل ایپ/ویب پورټل او 1166 ټول فری ہیلپ لائن شروع كوي۔دغسې په غونډه كښې دماغی صحت مسئلو په اړه ټولو پروګرامونو او د اقدامات يو كولو په حاجت زور راوړلے شو۔ صدر مملکت غونډي ته ووئيل دماغی صحت په مسئلو ټول پروګرامونه او اقدامات يو كولو ته اړتيا ده۔صدر مملکت د وزیر اعظم د اړخه دماغی صحت او تندرستۍ په اړه پورته كړي اقدامات ستائلو سره ووئيل د وزیراعظم آفس د ذهني صحت په اړه همږي مهمه ده۔ صدر مملکت ذهنی صحت په اړه د این جی اوز او تسکین هیلتھ انیشیټو هڅي هم وستائلي۔ده ووئيل ډبليو اېچ او د حکومت د اړخه شوې هڅي ستائلي دي۔