د قومي وطن پارټي دوهم چيئرمېن سيد فياض علي شاه د نګران وزيراعلی سلاحكار په ټاكلے كېدو ملك مهر الهي له مباركي وركړه

پېښور۔ 09 مارچ (اے پی پی) د قومي وطن پارټي دوهم چيئرمېن سيد فياض علي شاه د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی سلاحكار په ټاكلے كېدو ملك مهر الهي له مباركي وركړې ده۔ سيد فياض علي شاه تېره ورځ د ملك مهر الهي زوي او د پېښور چېمبر اف كامرس صدر ملك سلمان الهي او د تنظيم تاجران خېبر پښتونخوا وياند شهزاد احمد صديقي سره ملاقات كړے او دوي ته يۍ مباركي وركړې۔ سید فیاض علی شاہ په دې موقع ملك مهر الهي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه