د ټاكنو كميسون د قامي اسمبلۍ په 3 حلقو كښې د اپرېل په 30مه نېټه د كېدونكو ضمني ټاكنو شيډول جاري كړو

پېښور 09 مارچ (اے پي پي) اېشكن كمېشن اف پاكستان د قامي اسمبلۍ په 3 حلقو كښې د اپرېل په 30مه نېټه د كېدونكو ضمني ټاكنو شيډول جاري كړے ۔د ټاكنو كميسون د خېبرپښتونخوا له مخې د خېبرپښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ په 3 خالي چوكو ضمني ټاكنې به د اپرېل په 30مه نېټه كېږي٬په دې حلقو كښې اېن اے 22 مردان٬اېن اے 24 چارسده او اېن اے 31 پیښور شاملې دې۔د شيډول له مخې به د مارچ په 11مه نېټه ريټرننګ افسران پبلك نوټس جاري كوي۔د مارچ 12مې نېټې نه تر 14نېټې به د نامزدګۍ كاغذات جمع كولې شي٬ د مارچ په 15مه نېټه د كاغذات نامزدګۍ جمع كوونكو كانديدانو فهرست به خپورولې شي او تر 22 مارچ به د هغوي د كاغذونو جانچ پړتال كېږي۔د ريټرننګ افسرانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو منظوري يا د رد كېدو په ضد درخواستونه به د مارچ تر 27مې نېټې اړوند ايپليټ ټرائیبونل سره جمع كولې شي۔ايپليټ ټرائيبونل لخوا په دې درخواستونو به پريكړه د اپرېل تر 3مې نېټې كولې شي٬ د اپرېل په څلورمه نېټه به د كانديدانو نظرثانۍ شوے فهرست جاري كولے شي۔دغسې د اپرېل تر 5مې نېټې د نامزدګۍ كاغذونه بېرته اخستلے شي٬ د اپرېل په 6مه نېټه به د كانديدانو حتمي فهرست جاري كېږي او هغوي ته به انتخابي نښې الاټ كولې شي او پولنګ به د اپرېل په 30مه نېټه كېږي۔