پېښور ٬ د بي آر ټي لخوا مېرمنو مسافرو او عملې ته ډالۍ وركړې شوې

پېښور ۔9 مارچ(اے پی پی) د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع د ټرانس بی آر ټی لخوا د عملې مېرمنو او مسافرو ډاډګيرنې له خصوصي اقدامات وكړے شول۔ د ټرانس پېښور وياندې صدف كامل ووئيل د مېرمنو نړيوالې ورځ په مهال د بي آر ټي په بېلو سټېشنونو مېرمنو مسافرو ته ډالۍ وركړې شوي ۔ دې زياته كړه چې په دې مهال د زو كارډ سروس پېل كېدو سره په پېښور كښې د پبلك ټرانسپورټ د لارې د سفر كوؤنكو مېرمنو مسافرو شرح 2 فيصده څخه 25 فيصده ته رسېدلې ۔ دې ووئيل بي آر ټي مېرمنو مسافرو لپاره يو محفوظ او په زړه پورې سفري آساني برابروي او زو کارډ د بی آر ټی په وړومبو ترجيحات كښې شامل دے۔ دې ووئيل اداره مېرمنو او نارينه عملې له د مساوي حقونو باوري كولو او د پرمختګ موقعې رامخې ته كولو اهتمام كوي