د پاك افغان تجارت ” ټرانزټ ټرېډ” په اړه كاروباري طبقې ته د ورمخې ته مسئلو په رامخې ته كولو ضياﺀ الحق سرحدي له ايوارډ وركړے شو

پېښور ۔8 مارچ(اے پی پی) د فرنټیئر کسټمز ایجنټس اېسوسی اېشن خېبر پښتونخوا (اېف سي اے اے) صدر او د پاک افغان جائنټ چېمبرآف کامرس اېنډ انډسټری (پی اے جے سي سي آئي) کوآرډینېټرو ډائرېکټر ضیاء الحق سرحدي ته د پاک افغان دوه اړخيزه تجارت” ټرانزټ ټریډ” به اړه کاروباري طبقې ته د ورمخې ته مسئلو څرګندولو او د كسټم په چارو كښې د غوره خذمات ترسره كولو په اعتراف چیف کلکټر کسټمز خېبر پښتونخوا محمد سلیم ایوارډ وركړے دے۔ د شورؤ په ورځ په پېښور كسټم هاؤس كښې چیف کلکټر کسټم خېبرپښتونخوا محمد سلیم د ده زياته ستائنه وكړه او ده ته يۍ ايوارډ وركړو۔ د خېبر پښتونخوا بزنس كمېونټي ضياﺀ الحق سرحد ته د عزت په نظر ګوري او بزنس كميونټۍ لپاره د ده د خذمات ستائنه كوي۔