پیښور٬د مېرمنو نړيواله ورځ دا غوښتنه لري چې دويته په ټولنه كښې جائز مقام وركړے شي۔اسفنديار ولي خان

پېښور 08مارچ (اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي (اے اېن پي)مشر اسفنديار ولي خان د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع پېغام كښې وئېلي دي د مېرمنو نړيواله ورځ تقاضا لري چې ورله په ټولنه كښې جائز مقام وركړے شي۔اسفنديار ولي خان ووئيل د درېمې نړۍ ځينې هېوادونو كښې مېرمنې د خپلو بنيادي حقونو څخه محرومې دي۔مېرمنې د رسم او رواج په زنځيرونو كښې تړلې شوي او اوس هم د خپل شناخت به لټون در په در دي٬ ده ووئېل مېرمنو ته چې تر څو د برابرۍ په بنياد حق نه وركړے كېږي٬تر هغه وخت د پرمختګ كړې ټولنې قيام ممكن كېدے نه شي۔ده ووئيل د پرمختګ پلو پیش قدمۍ لپاره به سوچ بدلول وي۔د مېرمنو نړيواله ورځ د همدردۍ څرګندونه كولو په ځاې مېرمنې خپلواكه جوړولو لپاره دې وكارولې شي