پېښو۔ 8 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د الېكشن كمېشن ډلې په خېبر پښتونخوا كښې د ټاكنو نېټې مقرر كولو په لړ كښې ملاقات كړے۔ د الېكشن كمېشن خېبر پښتونخوا لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په ملاقات كښې د الېكشن كمېشن ډلې كومه چې د الېكشن كمېشن په سېكرټري عمر حميد خان ٬ خاص سېكرټري ظفر اقبال حسېن او ډي جي (لاﺀ) ارشد خان مشتمله وه د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د ټاكنو نېټې په لړ كښې ملاقات كړے۔ ډلې د آئين او قانون په رڼا كښې ګورنر ته ووئيل چې هغه د خېبر پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ ټاكنو نېټې ټاكلو پابند دے دغسې چې په 90 ورځو يا دې څخه په لږه موده كښې ټاكنې وكړې شي۔ په دې ګورنر ووئيل زه به راروانه اونۍ كمېشن سره حتمي مشاورت له ملاقات كوم