مظفرګړھ۔ 08 مارچ (اے پی پی) د مظفرګړھ ډپټي كمشنر آغا ظهیر عباس شیرازي وئيلي دي اسلام مېرمنو ته ستر مقام وركړے۔ نبي كريم (ص) مونږ ته د مېرمنو د احترام كولو درس راكړے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د مېرمنو نړيوالې ورځ په لړ كښې په قصر بهبود كښې شوې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل معاشي پرمختګ لپاره به د مېرمنو صلاحيتونو څخه استفاده كول وي٬ د مظفر ګړھ مېرمنې په هره څانګه كښې فعاله كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د مېرمنو پرمختګ او خېر ښېګړی له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ دستورې ته د سوشل وېلفيئر ډپټي ډائرېكټر محمد ناصر خپل خطاب كښی ووئيل اختيارمندې مېرمنې وقار لرونكې مېرمنې دي۔ ده ووئيل په قصر بهبود مظفر ګړھ كښې 2 زره 200 مېرمنو هنر زده كړے او نن د عزت ژوند كوي۔ وروستو ډپټي كمشنر او ګرانو مېلمنو د لګولې شوو سټالونو معائنه وكړه او د مېرمنو د هنر ئې ستائنه وكړه۔ په دې مهال د سكول ماشومانو ټېبلو هم وړاندې كړه