سعودي عرب٬مسجد حرام او مسجد نبوي(ص)كښې د موبائل فون بند ساتلو خواست وكړو

رياض 07مارچ(اے پی پی) د حرمين شريفين چارو صدارت عامه په مسجد حرام او مسجد نبوي(ص)كښې زائرينو ته د موبائل فون بند ساتلو خواست كړے۔د سعودي خبري اژانس له مخې د دې اقدام مقصد دا خبره باوري كول دي چې ټول زائرين حرم كښې په سكون او اطمينان سره عبادت وكړي۔ موبائل فون د مقدس ځايونو او مونځونو احترام منافي كار دے۔د حرمين شريفين چارو ادارې د خپل ټوېټر د لارې وضاحت كښې وئيلي دي د موبائل فون غږ د عبادت كوونكو وروڼو پام كښې خلل اچوي لهذا دا دې بندول دې باوري كړے شي