وزيراعلی مير عبد القدوس بزنجو د بولان پېښې شهيدانو لپاره د اضافي مالي مرستې اعلان وكړو

کوئټه۔7مارچ(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير عبد القدوس بزنجو لخوا د بولان پېښې شهيدانو لپاره اضافي مالي مرسته اعلان كړې شوې۔ مير عبد القدوس بزنجو اعلان كړے چې د شهيدانو كورنيو ته به د شهداء تلافی (کمپنسېشن) ترميم شوې پالېسۍ له مخې معاوضه وركولې شي٬ د شهيدانو د كورنيو كفالت د صوبائي حكومت ذمه واري ده، مونږ به سختو او معمولي ژوبل شوو ته هم د ترميم شوې پالېسۍ له مخې اضافي معاوضه وركوؤ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په دې وروستيو كښې صوبائي كابينې د پوليس او لېويز شهداﺀ تلافي پالېسۍ كښې ترميم كولو سره په دې كښې د اضافې كولو منظوري وركړې وه۔ دغسې وزيراعلی د شهيدانو كورنيو له په کمپنسېشن پالېسۍ كښې ټاكلې معاوضه كښې د لس لكھه روپو اضافې اعلان هم كړے٬ ده ووئيل د ژوبل شوو د درملنو ټولو مصاريف به هم صوبائي حكومت پورته كوي۔