جنېوا۔7مارچ(اے پی پی) د ملګرو ملتونو په جنېوا كښې د بشري حقونو كونسل ته په وړاندې كړې شوي يو رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د طالبان حكومت مېرمنو او انجونو سره سلوك د انسانيت په ضد د جرم برابر كېدے شي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د كال 2021 اګست مياشت كښې د اقتدار واګې په لاس له اخستو څخه وروستو د طالبان په مشرتابه كښی افغان حكومت په مېرمنو د بندېزونو سره سره د دوئي آزادي او حقونه ٬ د دوئي سېكنډري سكولونو او پوهنتونونو ته د تللو صلاحيت تر ډېره حده محدود كړے دے۔ د ملګرو ملتونو خاص استازي رچرډ بېنيټ په افغانستان كښې د بشري حقونو روانې وضعې په اړه ووئيل چې مېرمنو او انجونو سره د افغان حكومت سلوك په صنفي بنياد د ظلم او زياتي برابر كېدے شي۔ ده ووئيل طالبانو له به د بشري حقونو كونسل ته يو كوټلې پېغام وركول وي چې مېرمنو او انجونو سره روان ناوړه سلوك هېڅ جواز نه لري۔ ده ووئيل په انجونو او مېرمنو بندېزونه په مجموعي توګه په ټوله آبادۍ د ناوړه اغېز سبب ګرځي