پېښور ٬ د خېبر پښتونخوا او پنجاب پهلوانانو ترمينځه مقابلې په 17 مارچ كېږي

پېښور ۔7مارچ(اے پی پی) د ډائرېکټورېټ آف سپورټس خېبر پختونخوا او صوبائی رېسلنګ اېسوسی اېشن تر اهتمام لاندې د پنجاب او خېبر پښتونخوا پهلوانانو ترمينځه مقابلې به د مارچ په 17 مه نېټه په پير بالا پېښور كښې كېږي۔ د ایونټ آرګنائزنګ زاهد خان، نعمت او عنایت خان كوي۔ د زاهد پهلوان وېنا وه چې دې مقابلو سره به د پنجاب او خېبر پښتونخوا پهلوانانو ته د خپلو غوره صلاحيتونو څرګندولو موقعه په لاس ورشي۔