د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د بلوچستان كانسټېلري په ګاډي شوے ځانمرګے بريد وغندلو

ملګري ملتونه ۔7مارچ(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس په بولان كښې د بلوچستان كانسټېلري په ګاډي د ترسره شوي ځانمرګي بريد سخته غندنه كړې ده۔ د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر وياند دوجارك په خپل بيان كښې وئيلي دي عمومي سېكتر د بولان كچھي ضلعې په ډھادړ تحصيل كښې د بلوچستان كانسټېبلري په ګاډي د ځانمرګي بريد ځپليو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل شوو زر روغتيا له نېكې هيلې څرګندې كړې دي