آصف علي زرداري به نن (د نهې په ورځ) په وهاړي كښې وركرز كنونشن ته خطاب كوي

ملتان۔6 مارچ (اے پی پی) پخوانے صدر او د پاكستان پيپلز پارټي شريك چيئرمېن آصف علي زرداري ملتان ته رسېدلے دے ۔ د ملتان په هوائي مېدان د قامي اسمبلۍ غړي سید علی موسیٰ ګیلانی، پخواني صوبائي وزير سید علی حېدر ګیلانی او د خواجه رضوان عالم پشمول د ګوند نورو عهدېدارو ده ته هركلے اووې۔ وروستو آصف علي زرداري وهاړي ته روان شو چرته به چې هغه د نهې په ورځ د پيپلز پارټي وركرز كنونشن ته خطاب كوي