لاهور۔6 مارچ (اے پی پی) د پنجاب ګورنر محمد بلیغ الرحمن د لېجنډ فنكار قوي خان په مړينه د خفګان او افسوس څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل قوي خان يو منلے شوے ورسټائل اداكار ؤ ۔ د اداكارۍ فن لپاره د هغه خذمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلے شي۔ د پنجاب ګورنر دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي